سندهي اردو سرائیکی English

د خپل ماشوم د آټزم په اړه نورو ته وئيل يوه نازکه معامله ده۔ صرف دا وئيل چې دا مسئله څه ده، د دې نخښې څه دي دا پوره نه دي۔ په انساني سطح د دې حقيقي پوهې پېدا کولو لپاره به تاسو ته په ډېر پراثره انداز کښې د وينا دا چل راتلل ضروري وي چې آټزم په ماشومانو څنګه اثر کوي او د دې په نتيجه کښې د يو ماشوم په ژوند کښې کومې کومې خوبۍ يا کمزورۍ ظاهرېږي۔

لکه څنګه چې وړاندې ووئيل شو چې دا کار اکثر د يوې اندازې سره کېږي ځکه چې تاسو د يو چا د ردعمل په اړه هېڅ نه شئ وئيلې۔ نو اوس دا سوال راپورته کېږي چې دا به تاسو چا ته وايئ؟ د دې اسان ځواب دا دے چې چرته هم ستاسو ماشوم ته د کوم قسمه اسانتيا يعنې سهولت، مرستې يا تر دې چې د صبر او همدردۍ ضرورت وي، نو په دې حالاتو کښې نور خلک خبرول اسانتيا پېدا کولې شي۔ هر چا ته وئيل ضروري نه دي چې ستاسو ماشوم د آټزم ښکار دے۔ کله کله داسې هم وي چې تاسو محسوسوئ چې يو چا ته وئيل ضروري دي، هلته هم هر څه وئيل ضروري نه وي۔

هره ورځ په ژوند کښې دا فېصله کول چې چا ته به څومره وايئ، لږ ګران کار ښکاري۔ که چرته په يو دکان کښې لړه مرسته پکار وي نو څومره به هغه ته وئيل وي؟ په ډېرو هوټلو کښې نااشنا خلکو ته د خپل ماشوم د طرز عمل په اړه څومره وئيل پکار دي؟ تاسو ته هر ځل د آټزم تفصيل ورکول نه دي پکار۔ زياتره صرف ضروري خبرې وئيل هم پوره وي چې داسې د نورو خلکو سره ښه وخت تېر شي او چې کوم کار ضروري وي هغه وشي۔ ياد لرئ، که تاسو غواړئ چې ستاسو د ماشوم دا کېفيت صرف تر تاسو پاتې شي نو دا هم ستاسو پوره حق دے۔ ضروري نه ده چې تاسو هر څوک په هر څه پوهه کړئ۔ ستاسو اطمينان تر ټولو اول دے۔

هغه خلک چې تاسو ورسره ملاوېږئ، تاسو ئې په درې قسمونو کښې تقسيمولې شئ۔

پہلا گروپ: وہ لوگ جنھیں معلوم ہونا چاہیے

لومړے ګروپ: هغه خلک چې ورته دا هر څه معلومېدل پکار دي۔

دا هغه خلک دي د چا سره چې ستاسو د ماشوم اکثر واسطه راځي او ستاسو د ماشوم د آټزم له وجې هغوي ته هم فرق پرېوځي۔ په دې کښې استاذان، د ماشومانو خيال ساتلو والا ملازم، نزدې ملګري، د کور خلک او نزدې خپل خپلوان شامل دي۔

دوېم ګروپ: هغه خلک چې اکثر ورسره ملاقات کېږي۔

دوسرا گروپ: وہ لوگ جن سے اکثر ملاقات ہوتی ہے

دا هغه خلک دي د چا سره چې ستاسو ماشوم اکثر ملاوېږي خو دومره هم نه چې د هغه د آټزم له وجې ورته کومه مسئله پېښېږي۔ تاسو دوي ته د وخت تېرولو لپاره څو ضروري خبرې وئيلې شئ۔ په دې کښې ستاسو لرې خپلوان، ملګري يا د کلاس ملګري شامل دي۔

درېم ګروپ: هغه خلک چي ورته وئيل ضروري نه دي

تیسرا گروپ: وہ لوگ جنھیں بتانا ضروری نہیں ہوتا

په دې ګروپ کښې هغه خلک شامل دي د چا سره چې ستاسو يا ستاسو د ماشوم ذاتي تعلق نه وي۔ په دې دکاندار، ګاونډيان، چې تاسو پېژني او هغه څوک چې تاسو نه پېژني، شامل دي۔ چا ته دا وئيل چې ستاسو ماشوم د آټزم ښکار دے، دا ستاسو ذاتي مسئله ده۔ بيا هم که خواوشا خلکو ته په دې اړه دا مسئله معلومه وي نو د ماشوم ژوند په خپله ښه او اسان شي۔ نو دا فېصله کول چې چا ته وئيل پکار دي، په ډېر سوچ سره پکار ده۔ هله ورته وايئ چې ستاسو ماشوم ته ترې بې کومې واسطې ګټه رسېږي۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree