سندهي اردو سرائیکی English

ډاکټرانو او سائنسدانانو تر دې دمه دا په پوره توګه نه ده معلومه کړې چې د دې رنځ وجه څه ده خو دا د ډېرو عناصرو نتيجه ده چې پکښې ماحولياتي، حياتياتي او کورني عوامل شامل دي۔ (اردو میں ویڈیو)

ډاکټرانو او سائنسدانانو تر دې دمه دا په پوره توګه نه ده معلومه کړې چې د دې رنځ وجه څه ده خو دا د ډېرو عناصرو نتيجه ده چې پکښې ماحولياتي، حياتياتي او کورني عوامل شامل دي۔ په ماشومانو کښې د غلط تشخيص کېدلو يا نه کېدلو تر ټولو عام وجه د کورنۍ د خلکو يا د طب سره د نااشنا خلکو له خوا د آټزم سره غلط اسباب تړل دي۔ په دې اړه ځينې مهمې خبرې لاندې ذکر کېږي۔

  • د آټزم خطر زياتولو کښې د جنياتي او په خصوصي توګه د کروموسومز د حالت ( لکه Tuberous sclerosis) کردار مهم کېدلې شي۔
  • د مور پلار عمر چې څومره زيات وي، په ماشومانو کښې هم دومره د آټزم امکان زيات وي۔
  • کوم ماشومان چې د آټزم ښکار وي، د هغوي په وروڼو خوېندو کښې هم د دې رنځ امکان زيات وي
  •  د حمل په وخت ځيني دوايانې په ماشومانو کښې د آټزم د رنځ خطر سېوا کوي
  • هغه ماشومان چې د ډېر عمر مور پلار ئې وي، په هغوي کښې هم د دې رنځ خطر زيات وي
  • د وخت نه وړاندې پېدا ئش د آټزم خطر سيوا کوي
  • د حمل په وخت مخصوص دوايانې، شراب څښل يا د انفېکشن ښکار کېدل ماشومان د آټزم ښکار کولې شي
  • د حمل په وخت د ماشوم لپاره د اکسيجن کمي يا د پېدائش په وخت کم وزن هم د آټزم سبب جوړېدې شي
  • د چينجو وژونکي دوايانې او ماحولياتي الودګي هم د آټزم د اسبابو نه دي
  • Pesticides/ environmental pollutants are also known to cause autism.Pesticides/ environmental pollutants are also known to cause autism.

په تېرو څو کلونو کښې ډاکټرانو د آټزم د علاج طريقه بدله کړې ده د کوم له وجې چې زيات کېسونه مخې ته راغلي۔ د کومو نخښو تشخيص چې به اول د نورو مسئلو (لکه د ژبې مسئله) په توګه کېدلو، اوس هغه هم د آټزم علامات ګرځول کېږي ځکه چې مونږ پوهېږو، د آټزم د ذهانت په هر کچ په ماشومانو کښې کېدلې شي

د آټزم اسباب ګونجلک دي، هم دا وجه ده چې د يو ماشوم د آټزم د ښکار کېدلو کوم يو سبب نه شي ښودل کېدې۔ هغه اسباب چې د آټزم وجه جوړېږي، په هغې د ځان پوهولو او بيا د مخنيوي لپاره هر کال څېړنه کېږي۔ د آټزم خطر کمولو او د دې د اسبابو په اړه پوهې لپاره د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree