سندهي اردو سرائیکی English

Why diet is important?

د آټزم نه ستاسو د ماشومانو عادتونه متاثره کېدے شي۔ د خاص غذاګانو نه الرجي، د خوراک وخت بې قابو کېدل او د خوراکونو په اړه د رسمونو نه ستاسو د ماشومانو په غذائيت کښې کمے راتلے شي۔ د کم غذائيت له وجې ذهني او جسماني لوئېدل يا نشوونما هم متاثره کېدلې شي يا د وجود د پړسوب يا د زړه د رنځ په رنګ بيمارۍ پېدا کېدې شي۔ دا ليک د آټزم والا ماشومانو د خوراک په اړه ستاسو لارښودنه کولې شي۔

آټزم او ګلوټن فري کېسين فري خوراک (GFCF)

ډېرو ماشومانو ته د معدې او کولمو مسئلې (لکه قبض، د معدې تکليف، ګېس،پړسېدل او کوم خوراک نه الرجي) لګېدلې شي۔ په دې اړه ډېر خلک متفق نه دي خو بيا هم ځيني مور پلار د ماشوم د خوراک لپاره کېسين (يعنې هغه پروټين چې په پيو کښې وي) يا ګلوټن (په غنمو کښې موجود پروټين) ويستلو سره د دې په نخښو کښې ښه والے محسوسوي۔

داسې خوراک ته ګلوټن فري کېسېن فري خوراک وئيل کېږي۔ د دې کوم نقصان نشته خو بيا هم دا خوراک به د غذائيت د يو ماهر په نګرانۍ کښې اخستل وي۔

د (GFCF) مطلب دا دے چې د خپلو ماشومانو د خوراک نه کېسين (کوم چې د پيو نه جوړ ټولو خوراکي شيانو کې وي) او ګلوټن ( چې د غنمو جوړ خوراکي موادو کې وي) لرې کول۔ د دې لپاره پۍ، پنير، ماسته، پاستا، ډبل ډوډۍ او آئس کريم وغېر نه پرهېز ضروري دے۔ د دې سره سره په دې اړه هم احتياط ډېر ضروري وي چې ماشوم کوم تيار خوراک خوري ځکه چې په دې کښې هم ګلوټن او کېسين والا اجزا کېدې شي۔ د مثال په توګه برګر، مايونيز، چټني يا ساس او تر دې چې د مکهن يا کوچو نه هم پرهېز کول ضروري شي۔ په دې اړه د خوراک لېبل کتل ډېر ضروري دے ځکه چې د (GFCF) فائده به هله وي چې کله د دې ټولو پروټيونو نه پرهېز وشي۔ په باقاعده توګه د دې د وئيلو لپاره ثبوت يا دليل نشته خو څېړنې وايي چې د (GFCF) خوراک شپږ مياشتو لپاره که ماشوم ته په باقاعدګۍ سره ورکړل شي نو د ډېرو ماشومانو د وئيلو، غصې او د دورې راتللو مسئلې کمېدې شي۔ ياد ساتئ چې دا ضروري هم نه ده چې د دې خوراک په ذريعه د آټزم ښکار ټولو ماشومانو ته فائده ورسي او د دې اثر په هغه ماشومانو وي څوک چې د همېشه غذائي مسئلو سره مخ وي۔

خو د دې لپاره د غذائيت د يو ماهر نګراني هم په دې وجه ضروري ده چې هغوي تاسو ته د خوراک منصوبه بندي درکوي او دا باور کوي چې ستاسو ماشوم ته متوازن يعنې د ضرورت مطابق خوراک ملاويږي۔ (GFCF) خوراک محدود هم کېدې شي او که چرې په مناسب ډول په دې عمل ونه شي نو د ماشومانو د غذائيت کمے پېدا کېدې شي۔ د غذائيت يو ماهر يا پوه تاسو ته د ملټي وټامن يا نورو د طاقت د دوائۍ مشوره درکولې شي۔

Working with a dietitian is crucial because they can help you plan meals and make sure your child is getting adequate nutrition. The GFCF diet can be highly restrictive and can put your child at risk of malnutrition if it is not implemented properly. A dietitian can prescribe any supplements or multivitamins if and as needed.

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree