سندهي اردو سرائیکی English

د آټزم ښکار ماشومانو او د هغوي د مور پلار لپاره د خوراک وخت يو ګران کار دے۔ په دې کښې د اسانتيا راوستلو لپاره څو کارونه لاندې ذکر کوو۔

د نورو مسئلو امکان ختم کړئ

دا معلومه کړئ چې چرته ستاسو ماشومانو ته د خوراک مسئله د نورو مسئلو (لکه د معدې تېزاب د خوراک نالۍ او خُلې ته راتلل يا په غاښونو کښې خالي ځاے) له وجې خو نه دي۔ د دې لپاره د ډاکټر سره رابطه وکړئ۔

د خوارک وخت ځان ته اسان کړئ

د خوراک وخت ماشومان د نور فکر يا غم نه پاک وساتئ۔ اکثر ماشومان د خوراک نه ويره کوي يا تنګېږي نو د مور پلار په زوره د خوراک ورکولو له وجې معامله نوره هم خرابه شي۔ د خوراک په وخت د مخکښې نه يو پرسکونه عادت (لکه اوږده ساه اخستل) خپل کړئ چې داسې تاسو د خپلو بچو ويره او تنګېدل کمولې شئ۔

خوراک په شريکه او په ناسته خورئ

د يوې کورنۍ په شکل کښې په شريکه او په ناسته د ډوډۍ خوړلو له لارې تاسو خپلو بچو ته دا په اشاره ښودلې شئ چې د خوراک په وخت به کوم عمل کوي۔ د آټزم ښکار ماشومان د خپل روټين يعنې ورځني معاملاتو خيال ساتي، هم داسې تاسو يو ځاے په مېز ناسته او خوراک تاسو د هغوي د ورځني معاملاتو برخه جوړولې شئ، تر دې چې دا د هغوي عادت هم جوړولې شئ۔ ماشومان د يو چا نقل کوي او زده کړه کوي نو داسې چې ماشوم نور خلک په خوراک ويني، هغوي به هم بيا په اسانه خوراکونه کوي۔

جسماني ساخت يا وضع

د آټزم ښکار ماشومان اکثر د خپل جسماني ساخت خيال نه شي ساتلې، هم دا وجه ده چې د هغوي اکثر د ملا پټې يا د خېټې مېنځنۍ برخه کمزورې پاتې شي۔ په داسې حالاتو کښې هغوي چې کله خوراک ته کښېني نو ټيټ کښېني، هم د دې له کبله هغوي ته خوراک تېرولو او هضمولو کښې مشکلات رامخې ته وي۔ کله چې دغه ماشوم خوراک کوي نو ملا ته ئې څه ږدئ يا د پښو بره کولو لپاره ئې د پښو لاندې څه څيز ږدئ۔

په ورو ورو ورته نوي خوراکونه ورکوئ

د آټزم ښکار ماشومانو سره د خوراک ويره ډېره مهمه کېدلې شي۔ ځيني ماشومان چې مېوه وويني نو د هغې د رنګ نه ويرېږي، ځيني بيا د مېوو د شکل نه ويرېږي۔ که دا غذا د ماشومانو په خوراک کښې شامله شي نو په دې ويره قابو موندل کېدې شي۔د مثال په توګه دوي ته دا وښايئ چې څنګه به د خوراک په موجودګۍ کښې پرسکونه اوسېږئ، بيا د کانټې په ذريعه هغه څيز نيول ورته وښايئ او ورو ورو ورته د لاس په ذريعه د دغه خوراکي څيز د نيولو چل وښايئ۔

د ډوډۍ وخت وټاکئ

لکه څنګه چې وړاندې ذکر شوي، د آټزم ښکار ماشومان خپل ورځني معاملات يا روټين خوښوي۔ د ډوډۍ خوړلو تر مېنځ دوي له خوراکه منع کړئ چې داسې دوي په دې پوهه شي چې د خوراک په وخت خپله لوږه ختمه کړي۔

د ماشومانو په خوراک کښې بدلون راولئ

که چرې ستاسو ماشوم يو خصوصي خوراک زغمي نو په هم دغه زغم کښې دننه د هغوي په خوراک کښې واړه واړه بدلونونه راولئ۔ د مثال په توګه ستاسو ماشوم له وړاندې مېنچې خوښوي نو هغه ته د چټنۍ سره هم دغه مېنچې ورکړئ۔ داسې تاسو د هغه د خوښې د خوراک سره سره نوي شيان شاملولې شئ۔ خو د دې خبرې خيال وساتئ چې دا بدلونونه بايد واړه او ډېر په قلاره وي۔ د نوي خوراک په څکلو د ماشومانو حوصله اوچته کړئ۔

د خپل ماشوم د طرز عمل په ځاے د هغه په خوراک توجه ورکړئ

د ډوډۍ خوړلو په مېز د هغه د طرز عمل په ځاے پوره کوشش وکړئ چې د هغه توجه ټوله خوراک اړخ ته وي۔ د ماشومانو او د کور د نورو خلکو نه د خوراک د شکل، ذائقې او خوشبو په اړه پوښتنې وکړئ چې داسې د هغوي توجه هم په خوراک وي۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree