سندهي اردو سرائیکی English

(اردو میں ویڈیو)

کله چې تاسو ته محسوسه شي چې د ماشوم د ودې په اړه د مشورې يا د خپلې پرېشانۍ لپاره د يو ماهر سره د خبرو ضرورت دے نو د خپلې خوښې د صحت د يو ماهر (کورنے ډاکټر يا د ماشومانو ماهر ډاکټر) خوا له لاړ شئ۔ خپل ځان سره د اهدافو فهرست هم واخلئ او په هغي کښې څه مثالونه هم شامل کړئ۔ د خپلې پريشانۍ په اړه تفصيلي بحث وکړئ۔

که چرې ډاکټر ته لګي چې ستاسو دا پرېشاني سمه ده نو هغه به تاسو ته د آټزم د بنيادي معائنې لپاره ماهر وښائي۔

د آټزم بنيادي معائنه يا سکريننګ

د آټزم د لومړۍ معائنې نه څه مطلب دے؟

د 18 نه تر 24 کالو د عمر د هر ماشوم بنيادي معائنه پکار ده۔ په دې معائنه کښې د شپاړسو نه تر دېرش مياشتو په ماشومانو کښې د آټزم ناروغۍ د تشخيص لپاره څو سوالونه وي۔ د دې سوالونو فهرست تاسو دلته کتلې شئ۔ 

د ماشومانو د ډاکټر خوا له د تللو نه وړاندې څه کول پکار دي؟

د ډاکټر خوا له د تللو نه وړاندې سوال نامه ډکه کړئ او د ځان سره ئې يوسئ۔ د متعلقه مسئلو لپاره د عمومي سوالانو يو فهرست هم شته کوم چې تاسو مکمل کړئ او د ځان سره ئې وړلې شئ۔ ستاسو ډاکټر به د مسئلې معلومات واخلي او بيا بل پړاو درښائي۔

ستاسو ډاکټر به هم تاسو ته داسې يو فهرست درکوي۔ د تکليف نه د بچ کېدلو لپاره ښه ده چې تاسو دا هر څه د ځان سره يوسئ۔ که چرې د سوالنامې ترمخه ستاسو په ماشوم کښې د آټزم نخښې وي نو د بنيادي معائنې بل پړاو يعنې انټرويو ضروري ده په کوم کښې چې به ډاکټر ستاسو نه په ذاتي توګه تپوسونه کوي۔

ضروري نه ده چې په وړومبۍ مرحله کښې د آټزم نخښې لرونکي ماشومانو کښې په رښتيا هم آټزم ناروغي وي۔ په ځيني ماشومانو کښې دا بنيادي معائنه د ودې نورې مسئلې (لکه وينا ډېر وروستو شروع کول يعنې په خپل وخت نه شروع کول) هم ښکاره کړي۔ که څه هم هغه د آټزم هومره مهم نه وي خو بيا هم د دې په وخت علاج ضروري وي۔

د آټزم باقاعده جاج (Evaluation)

که چرې تاسو ته د ماهر ډاکټر خوا له د تګ ووئيل شي نو څه کول پکار دي؟

ستاسو ډاکټر تاسو ته صرف دا وائي چې ستاسو د ماشوم يو باقاعده جاج ضروري دے چې داسې معلومه چې هغه څنګه زده کړه کوي، خبرې کوي، لوبې کوي يا ګرځي۔ دا تګ به لږ ډېر وخت اخلي۔ په عمومي توګه دا جاج د ماشومانو د ودې ماهر ډاکټر اخلي خو په دې کښې د يو نه زيات ماهران هم کېدلې شي۔

زما د ماشوم د ودې جاج به څنګه اخستل کېږي؟

ستاسو د ماشوم به ډاکټر يو باقاعده جاج (Evaluation) اخلي يا به د نورو ټېسټونو وائي۔ دې لړ کښې تاسو دا خبرې يادې لرئ:

  • د اورېدو د ټېسټ مشوره د ژبې د زده کولو، وينا او اورېدو د مسئلې لپاره کېږي او دا په عمومي توګه د اورېدو ماهر يا آډيولوجسټ کوي۔
  • د ودې ټېسټ په عمومي توګه صرف په خبرو يا بې له خبرو د صلاحيتونو د جاج اخستلو لپاره وي او دا په اصولي توګه د نفيساتو ماهر ته اخستل پکار دي۔
  • د مازغو ټېسټ، په مازغو کښې د کوم زخم، په مازغو کښې خرابي او خوب يا خوراک د مسئلو لپاره کېږي۔
  • د وئيلو، ژبې او رابطې ټېسټ د هغه ماشومانو کېږي چا ته چې د ژبې يا بې له ژبې په رابطه کښې ستونزې وي۔ په عامه توګه دا ټېسټ د نفيساتو ماهر يا بول چال، زبان اور رابطے کا ٹیسٹ ان بچوں پرکیا جاتاہے جنھیں زبانی اور غیر زبانی رابطے میں مشکلات کا سامنا ہو۔ یہ عام طور پر زبان اور بول چال کا سائکالوجسٹ یا پېتهالوجسټ کوي۔
  • د تګ، ړقېدو او محسوسولو ټېسټونه هله کېږي چې کله ماشوم ته په دې کښې ستونزه وي۔
  • که چرې تاسو ته يو ماهر ډاکټر ووائي چې د آټزم د تشخيص ټېسټ وکړئ نو هغوي به تاسو ته د ماشوم د جاج يو تحريريي رپورټ درکوي۔ په دې رپورټ کښې به ستاسو د ماشوم صلاحيتونه، کمزورۍ او د ودې کچه ليکل شوې وي۔
  • Any loss of speech, babbling or social skills at any age
  • Does not respond to name by 12 months

که په يو ماشوم کښې د آټزم تشخيص وشي نو وړاندې به څه کوي؟

د آټزم تشخيص هله کېږي چې کله يو انسان ته په رابطه کښې ستونزه وي يا د يو عمل بيا بيا کولو په رنګ ستونزې ورته رامخې ته شي۔ ممکنه ده چې دا په تېرو وختونو کښې هم يا اوس هم داسې وي خو چې کله تاسو ته په اول ځل پته ولګي چې ستاسو ماشوم د آټزم ښکار دے، په وده کښې د کمزورۍ يا بل کوم رنځ ښکار دے نو تاسو به ضرور خفه کېږئ، دا ډېر د غم او درد نه ډکې لمحې کېدلې شي۔

د دې نه وړاندې به تاسو د آټزم سفر شروع کوئ۔ د دې مطلب دا دے چې ستاسو کور او ورځني معاملاتو کښې به بدلون راځي۔ د ژر يا سمدستي ښه والي طمع مه لرئ۔ آټزم يو داسې سفر دے چې په کوم کښې چې ستاسو د ماشوم د ښه والي لپاره ستاسو د ژوند تېرولو طريقه مستقل بدلون غواړي۔ په دې کښې به وخت لګي او تاسو به مسلسل د صبر نه کار اخلئ۔

داسې کومه دوائي نشته چې د آټزم علاج وکړي۔ د آټزم سره پېدا کېدونکې جسماني او دماغي مسئلو (لکه ډپرېشن) لپاره دوایانې استعمالېدې شي خو د خپل ډاکټر نه دا طمع مه لرئ چې هر څه به په دوايۍ ټيک کړي۔د آټزم ځيني مخصوص علاج (Therapies) شته کوم چې ټول عمر وي۔ د تشخيص وروستو د هداياتو لپاره درېمه برخه وګورئ۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree