سندهي اردو سرائیکی English



د آټزم علامات يا نخښې د عمر او مرض په حساب مختلف کېدې شي۔

د آټزم علامات يا نخښې د عمر او مرض په حساب مختلف کېدې شي۔ دا نخښې د ماشوموالي نه ظاهرېږي او په دې ژر تر ژره پوهېدل ضروري دي ځکه چې ژر او سم ګامونه پورته کول د دې رنځ د مريض په ژوند کښې ښه والے راوستلے شي۔ د آټزم ځينې نخښې دا دي:

- Genetics can play a role in increasing the risk of developing autism. This includes chromosome conditions such as tuberous sclerosis.

- Higher parental age, the more chances of autism in children


  • د عمر په لحاظ وروستو يا کمه وينا زده کول
  • ايکوليليا (echolalia) يعنې يو لفظ بيا بيا وئيل
  • مختلف حرکتونه بيا بيا کول (لکه لاس په زوره زوره ړقول، وجود يا سر وروستو مخکښې ړقول او داسې نور)
  • سترګې کمې يا بيخي نه ملاوهل
  • د خلکو سره په خبرو يا تعلق جوړولو کښې ستونزې (لکه د يو چا سره په خبرو يا لوبو کښې ګرانوالے)
  • د خاص څيزونو يا کارونو اړخ ته زياته توجه کېدل
  • د کوم تعلق اظهار نه کول (لکه مينه نه کول، غاړه نه ورکول)
  • په خپل روزمره ژوند کښې بدلون راوستلو کښې مشکل يا ګرانوالے (لکه خوب يا نورو کارونو وخت بدلول ورته ګران وي)

مور پلار بايد د خپلو ماشومانو خيال وساتي او که کوم شک ئې پېدا شي نو چې ډاکټر سره رابطه وکري څوک چې د ابتدائي معائنې وروستو که ضروري وي باقاعده جاج ئې واخلي۔د آټزم لپاره معائنه کول او جاج اخستول لپاره د پوهه ډاکټرانو ډله يا ټيم وي چې پکې يو عصبي پوه (neurologist)، د وېنا ماهر (Speech Therapist) او د ماشومانو يو ماهر (Paediatrician) شامل وي۔

د عمر په لحاظ هم د آټزم نخښې مختلفې وي تر دې چې ځوانانو او مشرانو کښې هم د آټزم د نخښو خيال ساتل پکار دي۔ د دې رنځ په هر ناروغه يعنې مريض کښې دا نخښې په بېلا بېل شدت سره ظاهرېږي او صرف يو ډاکټر دا فېصله کولې شي چې کوم تن د دې رنځ ښکار دے يا نه۔
تاسو په ماشومانو کښې د آټزم نخښې يا د مختلف عمر په خلکو کښې د دې رنځ د نخښو په اړه دلته لوستلې شئ۔ که چرې تاسو لوئې يئ نو دلته تفصيل ولولئ۔

You can find out more about autism in children including a complete list of signs and symptoms by age groups here, or if you’re an adult, you can read more here.

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree