د آټزم علامات يا نخښې د عمر او مرض په حساب مختلف کېدې شي۔
د آټزم علامات يا نخښې د عمر او مرض په حساب مختلف کېدې شي۔ دا نخښې د ماشوموالي نه ظاهرېږي او په دې ژر تر ژره پوهېدل ضروري دي ځکه چې ژر او سم ګامونه پورته کول د دې رنځ د مريض په ژوند کښې ښه والے راوستلے شي۔ د آټزم ځينې نخښې دا دي:
- Genetics can play a role in increasing the risk of developing autism. This includes chromosome conditions such as tuberous sclerosis.
- Higher parental age, the more chances of autism in children
- د عمر په لحاظ وروستو يا کمه وينا زده کول
- ايکوليليا (echolalia) يعنې يو لفظ بيا بيا وئيل
- مختلف حرکتونه بيا بيا کول (لکه لاس په زوره زوره ړقول، وجود يا سر وروستو مخکښې ړقول او داسې نور)
- سترګې کمې يا بيخي نه ملاوهل
-
د خلکو سره په خبرو يا تعلق جوړولو کښې ستونزې (لکه د يو چا سره په خبرو يا لوبو کښې ګرانوالے)
- د خاص څيزونو يا کارونو اړخ ته زياته توجه کېدل
-
د کوم تعلق اظهار نه کول (لکه مينه نه کول، غاړه نه ورکول)
-
په خپل روزمره ژوند کښې بدلون راوستلو کښې مشکل يا ګرانوالے (لکه خوب يا نورو کارونو وخت بدلول ورته ګران وي)
مور پلار بايد د خپلو ماشومانو خيال وساتي او که کوم شک ئې پېدا شي نو چې ډاکټر سره رابطه وکري څوک چې د ابتدائي معائنې وروستو که ضروري وي باقاعده جاج ئې واخلي۔د آټزم لپاره معائنه کول او جاج اخستول لپاره د پوهه ډاکټرانو ډله يا ټيم وي چې پکې يو عصبي پوه (neurologist)، د وېنا ماهر (Speech Therapist) او د ماشومانو يو ماهر (Paediatrician) شامل وي۔
د عمر په لحاظ هم د آټزم نخښې مختلفې وي تر دې چې ځوانانو او مشرانو کښې هم د آټزم د نخښو خيال ساتل پکار دي۔ د دې رنځ په هر ناروغه يعنې مريض کښې دا نخښې په بېلا بېل شدت سره ظاهرېږي او صرف يو ډاکټر دا فېصله کولې شي چې کوم تن د دې رنځ ښکار دے يا نه۔
تاسو په ماشومانو کښې د آټزم نخښې يا د مختلف عمر په خلکو کښې د دې رنځ د نخښو په اړه دلته لوستلې شئ۔ که چرې تاسو لوئې يئ نو دلته تفصيل ولولئ۔
You can find out more about autism in children including a complete list of signs and symptoms by age groups here, or if you’re an adult, you can read more here.