سندهي اردو سرائیکی English
(CDC) مطابق د يوې اندازې ترمخه په هر ۵۹ کښې په يو کس باندې پېښېږي۔

Dr. Stephen Shore

آټزم (Autism) يا اے اېس ډي (ASD) د يوې داسې پيچيده پرمختيائي بيمارۍ نوم دے چې د سي ډي سي (CDC) مطابق د يوې اندازې ترمخه په هر ۵۹ کښې په يو کس باندې پېښېږي۔آټزم د انسان په عادتونو، د خلکو سره په خبرو اترو او د چار چاپېره ماحول سره په تعلق باندې اثرانداز کېږي۔آټزم ساتلو والا خلکو ته په خبرو اترو، د ژبې په زده کړه او سماجي صلاحيتونو جوړولو کښې ګرانۍ پېښېږي او دا د محدوده او تکراري عادتونو نه ظاهرېږې۔هر آټزم ساتلو والا کس د يوې پېمانې حصه وي۔ کوم خلک چې د آټزم زيات اثر لري هغوي په دې پېمانې باندې هم اوچت وي او د هره ورځ په کارونو کښې زياته مرسته غواړي۔ بل اړخ ته هغه خلک چې چا ته د ډېرې مرستې ضرورت نه وي۔

کوم خلک چې آټزم لري په مختلفو عادتونو کښې داسې څو علامات لکه: خبرې وروستو زده کول، په سترګې ملاوهلو او په اوږدې خبرې کولو کښې ګراني، هغه کارونه کولو کښې ګراني چې منصوبه بندي او دليل غواړي، د ډېر شدت سره ډېر کم شوقونه ساتل او د ګرځېدو او احساس کولو کمزوري صلاحيتونه۔ هر آټزم ساتلو والا کس دا عادتي علامتونه په مختلفو درجو باندې ظاهروي او په اے اېس ډي پېمانې باندې د دوي درجه بندۍ دپاره مهمه يا ضروري ده چې په دوي يوه باقاعده معائنه وشي او دوي ته مناسبت مرسته ملاو شي۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree