عمومي پوښتنې
ايا د آټزم مسئله د وخت تېرېدو سره زياتېږي؟
دا رښتيا خبره ده چې په تېرو څو کلونو کښې د آټزم ښکار خلکو په شمېر کښې زياتوالے راغلے خو د دې مطلب کله هم دا نه دے چې د آټزم مسئله ډېره عامه شوې ده۔ بلکې د ماهرينو په خيال د تېرې څه مودې راهسې په اولس کښې د آټزم په اړه اګاهي يا خبرتيا زياته شوې ده د کوم له کبله په ماشومانو کښې د آټزم تشخيص په ماشوموالي کښې کېدل شروع شوي دي۔
اړوند پوښتنې
ايا آټزم همېشه جنياتي وي يعنې د مور پلار نه ماشومانو ته لګي؟
ايا د آټزم ښکار خلکو ذهني صلاحيت کم وي؟