سندهي اردو سرائیکی English

د آټزم مريض ټول هم په دې پېمانه کښې وي خو هغوي ته په خپلو ستونزو پوهول او په دې قابو موندل ښودل کېږي۔ (اردو میں ویڈیو)

آټزم په مکمله توګه رغېدلے نه شي۔ د آټزم مريض ټول هم په دې پېمانه کښې وي خو هغوي ته په خپلو ستونزو پوهول او په دې قابو موندل ښودل کېږي۔ په دې مرض کښې ښه والے د دې د زياتوالي، د تشخيص وخت، ډاکټرانو او د کور والو د مرض سره تعلق لري۔

د آټزم د علاج ضروري برخه زر تشخيص هم دے۔ د دې لپاره د درې کاله نه کم عمر والا ماشومان مهم وي چا ته چې د متاثره صلاحيتونو (لکه پوهه، رويه، خبرې اترې) کښې مرستې ورکولې شي۔

د آټزم د مريضانو د علاج بېلا بېل اړخونه وي:

د رويې علاج

دا ډېره عامه ده او د آټزم ښکار خلکو ته د پوهې، د وينا، ټولنيز تعلقات جوړول، توجه او د محسوسولو لپاره مدد ورکولې شي۔

دوايانې

د دوايانو په ذريعه د دې رنځ نېغه په نېغه علاج نه کېږي خو د دې د نخښو په اړه اسانتيا پېدا کوي کوم چې د دې سره ظاهرېږي لکه توجه، محسوسول او د دماغي صحت مسئلې۔

خوراک

په خوراک کښې خصوصي معدنيات او وټامن شاملولو او د ځينو څيزونو نه پرهېز د آټزم ښکار مريضانو لپاره ډېر ګټه ور وي۔

د علاج طريقه د هر هغه تن لپاره مخصوصه وي، د چا لپاره چې دا تياره شوې وي۔ دا طريقه پوهه او قابل خلک تيارولې شي او د دې کاميابۍ انحصار د مور پلار يا هغه څوک چې د دې مريضان خيال ساتي، په شاملولو وي۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree