که چرې ستاسو په ماشوم کښې د آټزم د ښکاره کېدو لږ هم اندازه وي نو پوهه شئ چې په زوره يا په ماشومانو چغې ويستلو باندې هېڅ فرق نه شي راتلې۔ (اردو میں ویڈیو)
د مور پلار يا مشر په توګه تاسو تر ټولو مهم کار دا کولې شئ چې ماشومانو په وده کښې اهداف ياد وساتئ او د کومې خرابۍ په صورت کښې په سمدستي توګه ضروري خيال ساتل يقيني کړئ۔ لاندې ذکر شوي په څه نا څه شکل کښې په وده کښې د کومې خرابۍ (لکه آټزم) يا وروستو والي نخښې کېدې شي:
Following is a list of “red flags” that may indicate a form of developmental delay or disorder, such as autism:
- 
                                        د شپږو مياشتو عمر ته د رسېدو وروستو هم ښکاره مُسکا يا جذبات په نظر نه راتلل
 
- 
                                        د نهه مياشتو د عمر نه پس هم د ماشوم له خوا په اوازونو يا خندا کوم ردعمل نه ورکول
 
- 
                                        د دولسو مياشتو د عمر وروستو هم د خُلې نه بې معنې اوازونه ويستل
 
- 
                                        د دولسو مياشتو د عمر وروستو هم په لاسونو بنيادي اشارې نه کول
 
- 
                                        د شپاړسو مياشتو د عمر وروستو هم واضح الفاظ نه وئيل
 
- 
                                        د 24 مياشتو د عمر وروستو هم د دوه لفظونو مجموعه نه وئيل (په دې کښې نقل کول يا بيا بيا کول شامل نه دي)
 
- 
                                        د عمر په هره حصه کښې د وينا يا نور معاشرتي صلاحيتونه بائيلل
 
- 
                                        د دولسو مياشتو عمر ته د رسېدو وروستو هم د خپل نوم په اورېدو ردعمل نه ورکول
 
د آټزم اجزا دوه رنګه هم تقسيمېدې شي يعنې د وړوکي عمر په ماشوم کښې او د لوے عمر په ماشوم کښې دغه اجزا۔ په دې اړه په خپل ماشوم کښې دا نخښې هم ولټوئ
د وړوکي عمر ماشومان
- 
                                        د وينا صلاحيت نه کېدل يا پکښې وروستو والے راتلل
 
- 
                                        ايکوليليا (يعنې يو لفظ بيا بيا وئيل)
 
- 
                                        په جسماني حرکتونو کښې کمے
 
- 
                                        په لوبو کښې کوم کردار ادا کولو کښې مشکلات
 
- 
                                        لاس په زوره زوره ړقول
 
- 
                                        تاوېدونکي يا ړقېدونکي څيزونو کښې دلچسپي اخستل
 
- 
                                        تاوېدونکي يا ړقېدونکي څيزونو کښې دلچسپي اخستل
 
- د چا سره سترګې نه ملاوهل
- Poor eye contactPoor eye contact
- 
                                        د ردعمل په توګه په مکمله توګه نه مُسکي کېدل
 
- 
                                        د خپل نوم په اورېدو هم توجه نه ورکول
 
- 
                                        په يو وخت په ډېرو څيزونو توجه ورکول
 
- 
                                        په نورو خلکو کښې دلچسپي نه اخستل
 
- 
                                        په ګوتو اشاره نه کول
 
- Lack of pointing
- Any loss of speech, babbling or social skills at any age
- Does not respond to name by 12 months
د زيات عمر ماشومان
- 
                                        د غېرمعمولي الفاظو استعمال
 
- 
                                        په خبرو اترو کښې ستونزې
 
- 
                                        په جسماني حرکتونو او د مخ په تاثراتو کښې ربط نه کېدل
 
- 
                                        غيرمعمولي مشغلې
 
- 
                                        ډېر ژور عادتونه (لکه لاس لګول يا بويول)
 
- 
                                        په غېرمعمولي طريقه سترګې ملاوهل
 
- 
                                        ملګري جوړولو کښې ستونزې
 
- 
                                        د نورو په احساساتو په ګرانه پوهېدل
 
که چرې ستاسو ماشوم کوم هدف ته نه رسېږي يا بره ذکر شوو نخښو کښې کومه نخښه پکښې وي نو د ويرې هېڅ خبره نشته۔ تاسو بايد خپل کورني ډاکټر يا د ماشومانو ماهر ډاکټر سره ووينئ او هغوي ته خپله دا ستونزه بيان کړئ۔ د تسلۍ لپاره تاسو دغه اهداف او نخښې وليکئ او د ځان سره ئې يوسئ چې داسې تاسو دغه مسئله په ښه شان سره د هغوي سره شريکه کړئ۔
شفقت کول
که چرې ستاسو په ماشوم کښې د آټزم د ښکاره کېدو لږ هم اندازه وي نو پوهه شئ چې په زوره يا په ماشومانو چغې ويستلو باندې هېڅ فرق نه شي راتلې۔ د دې ماشومانو د سوچ عمل ستاسو نه مختلف دے نو ځکه بايد تاسو ورسره مختلف سلوک ولرئ۔ د خپل ماشوم د رويې مشاهده وکړئ او د هغوي په ضرورتونه ځان پوهه کړئ۔ د ماشوم سره شفقت کول ډېر ګټه ور ثابتېدې شي۔
تر څو چې کوم ډاکټر په باقاعده توګه ستاسو د ماشوم تشخيص نه وي کړے تر هغې کوشش کوئ چې ستاسو له خوا په ماشوم سختي ونه شي۔ دا هم باوري کړئ چې تاسو ته د آټزم په آره پوره معلومات وي۔ د آټزم او د دې د تشخيص په اړه دوېمه برخه وګورئ۔
