سندهي اردو سرائیکی English

د زيات عمر خلکو کښې آټزم

ممکنه ده چې دا وېب پاڼه تاسو ګورئ او دا سوچ کوئ چې کيدې شي تاسو هم د آټزم ښکار يئ۔ د آټزم تشخيص کول لږ وخت وړاندې ښه شوے دے خو په دې کښې زياته توجه د ماشوموالي نه په تشخيص ورکول کېږي۔ که چرې تاسو معمولي د آټزم ښکار يئ نو ممکنه ده چې د دې تشخيص ونه شي يا دا نور څه وګڼلے شي۔

د امريکا د نفسياتو د ماهرين تنظيم (APA) د نفسياتي رنځ کتاب DSM V ډاکټران د نفسياتي مسئلو د تشخيص لپاره استعمالوي۔ د دې کتاب ترمخه په هر هغه تن کښې آټزم کېدلې شي که چا ته دا مسئلې وي:

الف: په ټولنيزو اړيکو يا معاشري رابطو او ملاوېدو کښې

  • په جذباتو پوهېدو کښې
  • په جسماني حرکاتو يا اشارو پوهېدلو کښې
  • په تعلقاتو جوړولو يا سم ساتلو کښې
  • د ټولنيز ملاقاتونو په وخت د اشارو په استعمال کښې مسئلې رامخې ته
  • No expressive vocabulary by 16 months
  • No meaningful two-word phrases (not including imitating or repeating) by 24 months
  • Any loss of speech, babbling or social skills at any age
  • Does not respond to name by 12 months

ب: په طرز عمل کښې څه حرکتونه بيا بيا کول او په لاندې ذکر کېدونکي علاماتو کښې دوه ښکاره کېدل۔

  • مخصوص جسماني حرکتونه بيا بيا کول
  • خبرو، جسماني حرکتونو يا د څيزونو د استعمال لپاره ډېرې محدودې طريقې خپلول يا هم دغه طريقې بيا بيا کول (لکه ايکوليليا)
  • د څيزونو په ترتيب زور راوړل
  • په يوه خاصه موضوع کښې محدوده او زروره دلچسپي اخستل
  • د ماحول ډېر زيات اثر اخستل يا بيخي نه اخستل
  • No meaningful two-word phrases (not including imitating or repeating) by 24 months
  • Any loss of speech, babbling or social skills at any age
  • Does not respond to name by 12 months

د ذکر شوو علامتونو ځيني مثالونه لاندې ورکړل شوي دي۔ دا هم ياد ساتل ضروري دي چې که څه هم دا نخښې يا علامتونه ستاسو ژوند د نورو نه بېل جوړولې شي خو په دې کښې د هر يو سره څه خوبۍ هم شته کوم چې په سمه طريقه د لټولو ضرورت دے۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree