عمومي پوښتنې
ايا د آټزم مسئله صرف هلکانو ته وي؟
دا خبره رښتيا ده چې هلکان د جينکو په نسبت څلور چنده زيات د دې رنځ ښکار کېږي خو په جينکو کښې هم دا ناروغي وي۔ ځيني ماهرين وايي چې جينکۍ د آټزم نخښې په ښه شان سره پټوي نو ځکه په هغوي کښې د آټزم تشخيص ډېر وروستو کېږي۔
اړوند پوښتنې
کوم ماشوم چې خبره نه اوري نو هغه به د بې ځايه زورلو نه څنګه بچ کولې شئ؟
ایا د غذایی رژیم بدلون د اوټیمزم کنټرولولی شي؟
که چرې په يو ماشوم کښې د آټزم تشخيص وشي نو مور پلار له څه کول پکار دي؟
که څوک دا ګڼي چې د هغه ته د آټزم مسئله ده نو څه کول پکار دي؟