سندهي اردو سرائیکی English

کلینیکل ماہر نفسیات اور رویوں کی ماہر سعدیہ عاطف ،  انفرادی اورگروپ تھراپی علاج کے بارے میں بات کر رہی ہیں۔  وہ اس پر تفصیل سے گفتگو کرتی ہے کہ دونوں طرح کے علاج کس طرح مختلف طریقے سے مقصد کو انجام دیتے ہیں ۔

ستاسو په ماشوم کښې چې په هر عمر کښې د آټزم تشخيص وشي، په سمدستي توګه علاج شروع کول پکار دي۔ په دې عمل کښې وروستو والے ستاسو ماشوم ته نقصان رسولې شي۔ د آټزم علاج (Therapies) داسې تيارېږي چې ستاسو د ماشوم مخصوص ضرورتونه په نظر کښې ساتل کېږي۔

ياد ساتئ چې هېڅ يوه دوائي آټزم نه شي ټيک کولې۔ دوائي صرف د دې رنځ له امله د نورو ذهني ستونزو د ختمولو يا کمولو لپاره استعمالېږي۔ د دې نه علاوه د آټزم ښکار ماشوم سره مدد د علاج (Therapies) او د ژوند تېرولو په طريقه کښې د بدلون سره ممکن کېدلې شي۔

ستاسو د ماشوم علاج په ضرورتونو انحصار يا اډاڼه لري او د دې فېصله به ستاسو ډاکټر کوي۔ په عمومي توګه ماهر ډاکټر يا تهراپسټ او فزيشن په آټزم کښې د مدد لپاره ځيني نمونې يا ماډل استعمالوي۔ په دې کښې مختلف انفرادي علاجونه دي کوم چې ستاسو د ماشوم په مختلفو څيزونو کښې مرستې کوي۔ ځيني نمونې (ماډل) دا دي:

Applied Behavioral Analysis (ABA)

دا په آټزم کښې د مرستې لپاره تر ټولو بنيادي او هغه طريقه ده چې ښه څېړنه پرې شوې دي۔ دا په دې خبره توجه ورکوي چې ماشوم زده کړه څنګه کوي۔ دا په مختلفو اصولو کار کوي چې پکښې يوه د ښو کارونو ستائنه کول هم دي۔ کله چې يو ماشوم خاصه رويه لري نو د دې د بيا ظاهرېدو يا ښکاره کېدو امکانات نور سېوا شي۔ په ABA کښې مختلفې شعبې او مشقونه دي۔ د نور تفصېل لپاره تاسو زمونږ د مهم لنکونو برخه وګورئ۔

Early Start Denver Model) ESDM)

دا نمونه د ماډل بورډ لوبو (لکه شطرنج يا لډو او داسې نور) د استعمال په ذريعه د خپلو احساساتو د ښکاره کولو او تعلق ساتولو کښې مرستې ورکوي۔ د دې مقصد مهم معاشرتي او محسوساتي هنرونه جوړول او ژبه زده کولو کښې هم مرستې ورکوي۔

Pivotal Response Treatment) PRT)

د ESDM په شان دا نمونه هم د لوبو په اړه ده خو په دې کښې هغه څيزونو ته اهميت ورکول کېږي کوم چې د ماشوم ضرورت وي لکه حوصله يا ذاتي انتظام او داسې نور۔ د دې علاج منصوبه بندي داسې کېږي چې ماشوم د مور پلار او د خپل معالج يا تهراپسټ په هداياتو پوهه شي۔

د علاج په دې طريقو کښې مهم څه دي؟

The aim of these therapies and exercises is to form a well-structured environment for the child. This also includes the environment of the home. All these therapies make use of two main things:

د دې علاج د طريقو او مشقونو مقصد ماشومانو ته مناسب ماحول ورکول دي چې پکښې د کور ماحول هم شامل دے۔ په دې کښې د دوه مهم څيزونو استعمال شامل دے:

يا خاندان

د علاج په دې طريقو کښې لاندې ذکر شوي مقصدونه و:

  • د ماشوم د مرستې لپاره د خلکو او د ماهرينو په شريکه کار کول
  • د ماشوم اسانتيا په نظر کښې ساتل، وخت او مشقونه تيارول
  • د آټزم په دې سفر کښې د کورنۍ د خلکو مدد کول
  • No gestures such as pointing, showing, reaching or waving by 12 months
  • No expressive vocabulary by 16 months
  • No meaningful two-word phrases (not including imitating or repeating) by 24 months
  • Any loss of speech, babbling or social skills at any age
  • Does not respond to name by 12 months

ترتیب

د دې ګامونو يا اقداماتو مقصد ماشوم او د هغه کورنۍ ته په يو ښه ترتيب سره ورځني معاملات يا روټين جوړول دي چې داسې د ښه والي اندازه هم کېږي۔ دا مقصد هله ترلاسه کېدې شي چې په دې خبرو عمل وشي۔

  • د ماشوم د ضرورتونو په حساب د دې لپاره انفرادي منصوبه جوړول
  • په ماشوم کښې که ښه والے راځي نو پابندۍ سره ټېسټ کول او دا په نظر کښې ساتل
  • ماشوم ته يو ښه ماحول ورکول
  • د ښه نه ښه تربيت والا ماهرين بايد راوستل شي
  • No expressive vocabulary by 16 months
  • No meaningful two-word phrases (not including imitating or repeating) by 24 months
  • Any loss of speech, babbling or social skills at any age
  • Does not respond to name by 12 months

د علاج يا تهراپي ځيني نور قسمونه دا دي

  • تعليمي تهراپي
  • د مشترکه يا ګډې توجه تهراپي
  • د دوايانو په ذريعه علاج
  • د خوراک په ذريعه علاج
  • مسلکي تهراپي
  • د مور پلار په مرسته کېدونکې تهراپي
  • جسماني تهراپي
  • د معاشرتي مهارتونو تهراپي
  • د وينا يا خبرو اترو تهراپي يعنې علاج
  • Does not share sounds, smiles or other facial expressions by 9 months
  • Does not babble by 12 months
  • No gestures such as pointing, showing, reaching or waving by 12 months
  • No expressive vocabulary by 16 months
  • No meaningful two-word phrases (not including imitating or repeating) by 24 months
  • Any loss of speech, babbling or social skills at any age
  • Does not respond to name by 12 months

دا خبره په ذهن کښې وساتئ چې معالج په دې هر څه تر ټولو ښه پوهېږي۔ دا ځيني هغه لارې دي چې ستاسو د ماشوم معالج ئې د علاج لپاره خپلولې شي۔ د دې نه علاوه هم ځيني مشقونه او د علاج طريقې شته۔

هغه ماشومان چې په وخت ئې علاج وشي، چې لوے شي نو د معاشرې لپاره ګټه ور ثابتېدې شي۔ هغوي په کور کښې او په معاشره کښې ښه ژوند تېرولې شي۔

د آټزم علاج ستاسو په ماشوم مثبت اثر غورځولې شي۔ د مور پلار د خپل ماشوم له حاله ځان خبرول هغوي ته اساني پېدا کوي چې ځان د ماشوم د بهترۍ لپاره هم هغه شان جوړ کړي څنګه چې پکار وي۔

هر ماشوم مختلف وي او په مختلف رفتار يا چلند سره د ښه والي په طرف سفر کوي۔ دا طمع ساتل بيخي مناسب نه دي چې د دې څو خبرو په ذريعه به په لږو ورځو کښې ډېر بدلون راشي۔ دا د ټول عمر بدلونونه دي کوم چې د ماشوم د ژوند په هره حصه کښې شاملول ضروري دي۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree