سندهي اردو سرائیکی English

اوس ما ته د علاج/تشخيص څه ضرورت دے؟

کېدې شي تاسو به سوچ کوئ چې ټول عمر مې بې له تشخيصه تېر شو نو اوس تشخيص ولې وکړم؟ د تشخيص نه ستاسو ژوند ښه کېدلې شي۔ چې کله دا معلومه شي چې تاسو ته په اصل کښې مسئله څه ده نو دا ستاسو او ستاسو د کورنۍ لپاره په خپله د سکون سبب جوړېږي۔ د هرې مسئلې د حل لپاره لومړے پړاو په دي پوهېدل دي۔ ستاسو لپاره به دا خبره هم د سکون سبب وي چې ډېر خلک د آټزم د ښکار کېدو باوجود بلکې ډېر ځل د دې په وجه ډېر ښه او کامياب ژوند تېروي۔ د آټزم ښکار ځيني خلکو کښې قدرتي د موسيقۍ، حساب او آرټ يا فن وغېره غېرمعمولي صلاحيتونه وي۔ د آټزم ښکار خلکو کښې 40 فيصده خلک د يو عام تن په مقابله کښې د هغوي هومره يا د هغوي نه زيات هوښيار وي۔ ځيني ښه خوشحاله واده کړے ژوند تېروي او ډير په کاميابۍ سره خپلې نوکرۍ کوي۔ سم تشخيص سره تاسو د آټزم په اړه کار کوونکو ادارو او ډاکټرانو نه مرستې اخستلې شئ۔ که چرې تاسو ته شک وي چې تاسو ته آټزم کېدلې شي نو د تشخيص د عمل نه تېرېدو کښې وروستو کېږئ مه او د خپل ښه ژوند تېرولو لپاره تاسو ته پکار ضرورتونه يا سهارا ترلاسه کړئ۔

د لويو دپاره د آټزم د تشخيص طريقه

په لويو يعنې ډېر عمر والا کسانو کښې د آټزم د تشخيص ډېرې محدوده طريقې دي۔ باوجود د دې چې په تېرو کلونو کښې د آټزم په اړه اګاهي يا خبرتيا زياته شوې ده۔ که چرې پورته ذکر شوي معلومات تاسو په ځان کښې وينئ نو دا ځيني ټېسټونه دي کوم چې په تشخيص کښې د ډاکټر مرسته کولې شي۔

  • https://www.additudemag.com/screener-autism-spectrum-disorder-symptoms-test-adults/
  • Does not share sounds, smiles or other facial expressions by 9 months
  • Does not babble by 12 months
  • No gestures such as pointing, showing, reaching or waving by 12 months
  • No expressive vocabulary by 16 months
  • https://psychcentral.com/quizzes/autism-test/
  • Any loss of speech, babbling or social skills at any age
  • Does not respond to name by 12 months

که چرې ډاکټر ته دا محسوسه شي چې تاسو د آټزم ښکار کېدلې شئ نو هغه لکه د ماشومانو ستاسو هم ځيني ټېسټونه کولې شي۔ ممکنه ده چې ډاکټر ستاسو مور پلار يا خيال ساتونکو سره هم خبرې کول غواړي چې داسې هغوي معلومه کړي چې په ماشومتوب کښې په تاسو کښې د آټزم کومې نخښې يا علامتونه خو نه وو۔ که څه هم دا طريقه د اعتماد يا باور وړ نه ده خو په تېرو وختونو کښې د طبي يعنې مېډيکل رېکارډ د نيشتوالي له کبله هم دا لار خپلولې شي۔ که چرې په تاسو کښې د آټزم تشخيص وشي نو ډاکټر به تاسو بيا د دې رنځ ماهر له لېږي او هغه به بيا تاسو ته د وړاندې علاج او ګامونو په اړه وائي۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree