سندهي اردو سرائیکی English

عمومي پوښتنې

که د آټزم ښکار ماشوم څوک ځوروي، نو تاسو به څه ګامونه پورته کوئ؟

د آټزم ښکار ماشومان د خپل عمر د عامو ماشومانو په نسبت ډېرو ځورول کېږي او دا ځکه چې هغوي ستاسو سره په دې اړه خبره نه شي کولې۔ په لومړۍ مرحله کښې ماشوم په دې پوهه کړئ چې کوم قسم سلوک ځورول دي يعنې ځورول په اصل کښې څه شے دے؟ لکه اوازونه کول، تذليل کول، دهکې ورکول او وهل وغېره۔ که هغوي په دا قسم سلوک پوهه شي نو په وخت به انتظاميه ته د خبر ورکولو جوګه شي۔ په دوېمه مرحله کښې به هغه ماشوم ته باور ورکوئ کوم چې ځورول کېږي دا د هغه غلطي نه ده۔ زياتره ماشومان د ځورول کېدو ذمه وار خپل ځان بولي د کوم له کبله چې د هغوي په ذهني صحت خراب اثر غورځېږي۔ هغوي ته دا وئيل ضروري دي چې انتظاميه د دغه ماشوم سره په شا ولاړه ده۔ تاسو هغه په دې رضا کړئ چې که بل ځل څوک هغوي داسې ځوري نو بايد تاسو ته اطلاع يعنې خبر درکړي چې تاسو بيا مناسب کارروائي وکړئ۔ که چرې تاسو د آټزم د ښکار ماشوم مور يا پلار يئ نو تاسو د دې مسئلې د ختمولو لپاره د سکول د انتظاميې سره خبره وکړئ۔ که چرې تاسو استاذ يئ، نو په خپل کلاس روم يعنې ټولګي کښې ماشومانو ته د ځورولو نه د بچ کېدو لپاره مناسب ګامونه پورته کړئ۔ که چې د يو ماشوم د مسئلو نه تاسو خبر شئ نو د ځورلو په اړه يوه غونډه تابيا کړئ۔ د کلاس ماشومانو ته په آټزم خبرې وکړئ چې داسې هغوي هم په دې حالاتو پوهه شي۔ زياتره وخت د ځوروني دا سکول په داسې حال کښې رامخې ته شي چې کله هغوي د داسې صورتحال نه ويرېږي په کوم چې هغوي پوهه شوي نه وي۔ که چرې تاسو دغه ماشومان پوهه کړئ نو دا مسئله حل کېدې شي۔ په ماشومانو کښې د ځورنې سلوک يا چلند ختمولو يا مخنيوي لپاره د ګروپ يا ټيم په شکل کښې مشقونه هم يو ښه حل دے۔

اړوند پوښتنې

نورې پوښتنې ومومئ

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree