سندهي اردو سرائیکی English

(اردو میں ویڈیو)

د بنيادي معائنې يا سکريننګ او تشخيص مکمل کېدو وروستو که ډاکټران ووائي چې ستاسو ماشوم د آټزم ښکار دے نو وړاندې به تاسو څه کوئ؟ چې تشخيص مکمل شي نو د خپل ماشوم د آټزم سفر شروع کول پکار دي۔ څومره چې تاسو ژر دا شروع کوئ هم دومره ستاسو د ماشوم لپاره ښه ده۔

که چرې ستاسو ماشوم د درې کاله نه کم عمر والا دے نو تاسو دا لوستل جاري وساتئ۔ تاسو په وخت د مداخلت نه شروع کړئ۔ که چرې ستاسو د ماشوم عمر د درې کاله نه زيات دے نو د آټزم علاج والا برخه وګورئ۔

په وخت مداخلت څه ته وائي؟

د دې نه مطلب د آټزم د تشخيص سره سم د متعلقه ډاکټرانو په مرسته د خپلو معلوماتو مطابق عمل شروع کول دي۔ بلکې د باقاعده تشخيص نه وړاندې هم مناست ګامونه پورته کېدې شي۔ چې څنګه ستاسو په ماشوم کښې د آټزم تشخيص وشي نو په علاج کښې لم لېټ ستاسو ماشوم د تاوان نه بچ کولې شي۔ په وخت د مداخلت ځيني طريقې دا دي:

  • د کورنۍ تربيت
  • د وينا علاج (Speech Therapy)
  • د اورېدو د الاتو استعمال
  • جسماني علاج
  • د خوراک په ذريعه علاج
  • No meaningful two-word phrases (not including imitating or repeating) by 24 months
  • Any loss of speech, babb

په وخت ګامونه ولې ضروري دي؟

د آټزم نخښې د اتلس مياشتو د عمر په ماشومانو کښې لټول کېدې شي۔ دا خبره ثابته شوې چې په وخت مداخلت د ماشومانو په ژوند ډېر فائده مند او مثبت اثر غورځوي۔ د آټزم د تشخيص سره سم وخت ضائع کول نه دي پکار او متعلقه ګامونه پورته کول ضروري دي۔

په وخت مداخلت ولې د ښه والي سبب جوړېږي؟

په وخت د مداخلت سره د ماشومانو د سوال ځواب (IQ)، د هغوي خبرې او معاشرتي تعلقاتو باندې مثبت اثر غورځېدې شي۔ چې کله يو ماشوم د درې کالو شي نو د هغه ذهن په اسانۍ سره بدلون قبلوي۔ د کم عمر ماشوم په مازغو کښې د زده کړې او مخصوص ګټه ور عادتونه د خپلولو صلاحيت زيات وي۔ د وخت سره سره په مازغو کښې د بدلون مطابق دغه صلاحيتونه کمېږي۔

د مور پلار له خوا په وخت خپل کردار ادا کول ګټې ورکولې شي۔ په کور کښې په خصوصي توګه تيار شوي مشقونه کول او د خصوصي تګلارې يا حکمت عملۍ (لکه په انفرادي کچ تيار شوي اهداف، د لوبو د څيزونو سره لوبې او خبرې جاري ساتل) په استعمال ماشوم په مستقبل کښې د خرابې رويې خپلولو نه بچ کولے شي۔ په وخت مداخلت سره تاسو خپل ماشوم ته د آټزم سره د جنګ يوه موقع ورکوئ۔

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree