سندهي اردو سرائیکی English

عمومي پوښتنې

د آټزم ښکار خلکو کومې کومې ستونزې وي؟

د آټزم ښکار ماشومانو او بالغ کسانو ته دوه بنيادي ستونزې وي۔ لومړۍ دا چې دوي ته د خلکو سهر په رابطه او خبرو اترو کښې مشکل يا ستونزه وي۔ هغوي ته د چا سره خبره جاري يعنې روانه ساتل اسان نه وي۔ د دې سره سره هغوي په دې پوهېدل هم يوه ستونزه وي چې د چا سره د خبرو په وخت څومره فاصله ساتل پکار دي۔ دوېم، په دوي کښې بيا بيا کولو والا رويې، دلچسپۍ او سرګرمۍ په واضحه توګه په نظر راځي۔ د مثال په توګه په يو څيز کښې بې ځايه دلچسپي اخستل، ګونچلک کارونه يا حرکتونه بيا بيا کول، بيا بيا جسماني حرکتونه کول، لفظونه يا جملې بيا بيا وئيل يا د ځينو اوازونو لپاره ډېر حساسه کېدل شامل دي۔ د دې نه علاوه ځيني د آټزم ښکار خلکو کښې نورې ستونزې هم وي کوم چې بنيادي مسئلې نورې ګونجلک (پيچيده) کړي۔ په دې مسئلو کښې ذهني، د ودې، اعصابي، دماغي، جنيتاي او د پوهې مسئلې شاملې دي۔

اړوند پوښتنې

نورې پوښتنې ومومئ

By visitng our site, you agree to use of cookies to enhance your browsing experience.  I Agree