عمومي پوښتنې
زه خپل نور ماشومان د آټزم ښکار ورور يا خور په کتنه يا پاملرنه کښې څنګه شاملولے شم؟
د آټزم ښکار ماشومانو وروڼه خوېندې د هغوي په پاملرنه کښې شاملولو ضروري دي د دې سره به د ماشومانو ترمنځ ښه تعلق جوړېدو کښې مرسته ترلاسه کېږي او داسې به دغه ماشومان د نظرانداز کېدلو يا خفه کېدلو د احساس نه هم بچ ساتي ځکه چې د آټزم ښکار ماشومانو ته زياته توجه ملاوېدې شي۔ د ډاکټرانو سره په ملاقات کښې ځان سره د دوي وروڼه خوېندې بوتلل او هغوي په کور يا بل ځاے کښې د په علاج کښې شاملول يو ښه پېل يا آغاز کېدلې شي۔ دا ماشومانو ته ښائي چې هغوي هم د خپل ورور يا خور په علاج کښې برخه لري۔ دا ماشومان نه يواځې بااختياره کوي بلکې د علاج د عمل سره تړل به د دوي مرستې کوي۔
اړوند پوښتنې
ايا د آټزم ښکار خلکو ذهني صلاحيت کم وي؟
ایا د اوټزم سره هر څوک یو شان دي؟
ایا د آټزم سره ماشومانو ته یوازې د ماشومانو ځانګړي ښوونځي ته لیږل کیدی شي؟